ایکنانیوز د النشره له قوله راپور راکړ، ناروې سلوان مومیکا د هغه د پناه غوښتنې له ردولو وروسته هغه سوۍډ ته بیرته سپارلی دی. مومیکا ۳۶کلن عراقی دی چې په ۲۰۱۸کال کې له عراقه له تښتې وروسته سویډ ته منتقل شوی ؤ . راپورونه ښئ چې هغه د صهیونیسټ رژيم له جاسوسی ادارې سره اړوندوالی لري.
مومیکا په ۲۰۱۷کال کې د جنګی جنایت په تورونو ونیول او وروسته دلویدیځي هیوادونو په دخالت سره خوشي شو او سویډ ته وتښتید
د سویډ مهاجرتي چارواکو له دې مخکې په ۲۰۲۳کال اکتوبر میاشت کې د سلوان مومیکا د اقامت دمجوز له تمدیدولو ډډه وکړه، البته د امنیتی دلیلونو په وجه ئې دهغه ویستل وځنډول.
مومیکا په سویډ کې د قرآن کریم څو ځله سپکاویو وروسته ناروې ته تښتیدلی ؤ او په دغه هیواد کې ئې د پناهندګۍ غوښته کړې وه، خو پولیسو ونیوؤ او سویډ ته ئې بیرته وسپارلو.
مومیکا د سویډ یوې ورځپاڼې Expressen ته ووئيل، یوازې د اپریل تر شپاړسمې نیټې پورې په سویډ کې د موقته اقامت مجوز لري. او له دې مخکې چې د هغه د اقامت داجازت موده پاي ته ورسیږي، هغه به بیرته په سویډ کې د پناه غوښتې اپیل وکړي.
دغه عراقی مهاجر چې په څو دوسیو کې ئې په لاس درلودلو تورن دی ، د عراق، ایران، ترکیې او مصر پشمول د اسلامی هیوادونو دسفارتونو په وړاندې ئې دقرآن کریم د نسخو دسوځولو جنایتونه تکرار کړي او داسلامی هیوادونو او د سیمه ایزو او نړیوالو اورګانونو او ادارو دکرکې او نفرت سبب شوی دی.